دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 58473
امریکا له افغانستانه د وسلو ایستل پیل کړل
تاند- د امریکا پوځ نن تایید کړه چې متحدو ایالتونو د پاکستان له لارو له افغانستان څخه د خپلو پوځي وسایلو ایستل پیل کړي دي.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویندوی مرکس سپېډ نن /دوشنبه/ وویل: امریکا په تېرو دوو ورځو کې له افغانستان څخه د پاکستان له لارې پنځوس کانتینره وسایل او وسلې ایستلي دي.
پاکستان هماغه راز چې افغانستان ته د امریکا او ناټو د نورو هیوادونو د تجهیزاتو د رسولو اصلي لاره وه له افغانستانه به د دغو هیوادونو د وسایلو د بېرته ایستلو اصلي او کلیدي لار هم وي.
په همدې حال کې پاکستان هڅه کوي، له امریکا او ناټو سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو هغه وسلې او وسایل پر اسلام اباد وپلوري چې دوی یې په افغانستان کې پرېږدي.
پاکستاني رسنیو نن وویل چې حاضردمه دواړه خواوې د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې خبرې کوي. د پاکستاني سرچینو په وینا دواړه خواوې د پاکستان له لارې د امریکايي وسایلو د لېږد، د دغو وسایلو د لېږد د امنیت او دغه راز په دې ږغېږي چې کوم وسایل وړل کېدای شي او کوم نه شي وړل کېدای.
ویل شوي چې د خبرو اصلي تمرکز په یو وار د زرګونو نقلیه وسایلو او زغرګاډو پر ایستلو دی.
مخکې امریکا پلان درلود چې خپل وسایل او تجهیزات د ازبکستان او تاجکستان له لارو وباسي خو ازبکستان هم له امریکا او د ناټو له نورو غړیو غوښتي چې یو شمېر وسلې دوی ته ورکړي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ازبک چارواکو د امریکا، جرمني او بریتانیا له چارواکو سره پټ تماسونه نیولي او هغوی ته یې ویلي، که خپل یو شمېر تجهیزات ازبکستان ته ورکړي دوی به وړیا ترانزیتي لار ورکړي.
دیپلوماتان وايي چې پاکستان هم د ازبکستان په شان غوښتنه لري خو پاکستان په دې ټینګار لري چې هغه وسلې دې ورکړای شي چې امریکا او د ناټو نور غړي یې نه شي وړلی او یا فکر کوي چې د وړلو په مصرف نه ارزي.
امریکا او د ناټو نور غړي غواړي یو شمېر وسلې او نقلیه وسیلې، چې استیهلاک شوي یا یې عمر خوړلی او نور د دوی په درد نه خوري، په افغانستان کې پرېږدي.
پاکستاني رسنۍ د بې نومو سرچینو په قول ویلي چې که امریکا دا وسلې پر پاکستان ونه پلوري ممکن د طالبانو لاس ته ولوېږي.
دغو رسنیو د یوه پاکستاني پوځي چارواکي په قول د پاکستان او امریکا ترمنځ په دې موضوع خبرې تایید کړي او ویلي یې دي چې له دې سره به د دوو خواوو اړیکې لا وغوړېږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexe8n.jh8vfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته