دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 58557
د امریکا ولسمشر نن په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو شمېر اعلانوي
تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن په کانګریس کې ملت ته په مهمه وینا کې اعلان وکړي چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې څومره امریکايي پوځیان پاتې شي او نور امریکايي پوځیان به په څومره موده کې له دې هیواده ووځي.

د بارک اوباما تر دې مهمې وینا مخکې باروي سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، اوباما به نن اعلان وکړي چې د درې زره او نهه زره پوځیانو ترمنځ دې په افغانستان کې پاتې شي.
دا په داسي حال کې ده چې نورې سرچینې وايي چې اوباما به تر نامالومې مودې پوري په افغانستان کې د لسو او شلو زرو ترمنځ پوځیانو پاتې کېدا اعلان کړي.
د امریکا لوی درستیز د شنبې په ورځ افغانستان ته د راتګ په مهال خبریالانو ته ویلي و چې د لسو او شلو زرو ترمنځ عسکرو د پاتې کېدو احتمال ویني.
خو که اوباما د درو زرو او نهو زرو ترمنځ پوځیانو پاتې کېدل اعلان کړي د دې مانا به دا وي چې اوباما د خپلو پوځي قومندانانو او پوځي چارواکو حداقل وړاندیز منلی دی.
ګومان کېږي چې اوباما به په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو د شمېر د اعلانولو تر څنګ د ناټو له غړیو هیوادونو او دغه راز له ناټو دباندې له خپلو متحدانو وغواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته همدومره عسکر په افغانستان کې پرېږدي.
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د جنورۍ په لومړیو کې له اوباما سره په واشنګټن کې ګډې خبرې غونډې ته ویلي و چې دا په امریکا پوري اړه لري چې په افغانستان کې څومره پوځیان پرېږدي.
حاضردمه په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر شپېته زره دی. په تېر یوه کال کې نژدې څلوېښت زره امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي دي.
د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي، که ډېر لږ امریکايی پوځیان هم په افغانستان کې پاتې شي د دولت وسله والو مخالفانو ته به د جګړې د دوام توجیه په لاس ورشي خو ځیني نور بیا وايي مخالفان د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو په صورت کې هم جګړې ته دوام ورکوي او هر کله چې بهرني پوځیان ووتل بیا به د خپل نظر وړ اسلامي شرعي نظام لپاره جنګېږي.
وسله والو طالبانو ویلي چې که بهرني پوځیان ووځي دوی له نورو افغانانو سره جوړ راتلای شي. خو طالبانو دا نه دي ویلي چېژ د افغانستان اوسنی نظام او اساسي قانون مني.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqmnm.23n6mdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته