دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 58612
دوه وسله وال غله د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې نیول شوي
د بغلان امنیتي مسولان وایي، چې دوه وسله وال غله یې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې نیولي دي.
د مرکزي بغلان امنیه قومندان غلام سخي رستاقي ازادي راډیو ته وویل، چې دا غله تیره شپه هغه مهال ونیول شول، چې د څو موټرو د مسافرو مالونه یې غلا کړي وه.

د ښاغلي رستاقي په وینا دې کسانو له زیاتې مودې د بغلان – کندز پر لویه لاره د مسافرینو مالونه غلا کول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mei.uqeovz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته