دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 58658
له کندزه تخار ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا د لیږد کار پیل شو
له کندزه تخار ولایت ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا د انتقال کار پرون پیل شو.
له تخار څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم له کندوز څخه ګاونډي تخار ولایت ته د برېښنا د لېږد لپاره ۲۴۵ ستنې پکار دي، چې اووه دېرش میلیون ډالره پرې لګښت راځي.
د دې پروژې، چې مالي لګښت یې اسیايي پراختیايي بانک ورکوي، د کانکریټي ستنو د جوړولو کار له یوه ځنډه وروسته پرون پیل شو.
د تخار د برېښنا ریاست رييس وايي، چې سړه هوا د دې پروژې په کار کې د ځنډ سبب شوی و.
ده هیله څرګنده کړه، چې د راتلونکي لمریز کال تر نیمايي یا پایه پوري به تخار ولایت ته برېښنا ورسېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjomei.uqeoiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته