کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند: وسلوالو مخالفینو په ګرشګ ولسوالۍ کې یو منځنۍ ښوونځی سوځولی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 دلو 1391 ساعت 19:12


د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې وسلوالو مخالفینو د دې ولایت په ګرشګ ولسوالۍ کې یو منځنۍ ښوونځی سوځولی دی.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوال غیرت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، د ابوالفتح بوستي په نوم دا منځنی ښوونځی چې د ګرشک په بازار کې موقعیت لري پرون ناوخته د وسله والو مخالفینو له خوا سوځول شوی او وروسته یې ماینونه هم په کې ځای په ځای کړي دي.

ښاغلي وزیري دا هم وویل، چې نن سهار د پیښې د پلټنې لپاره د ملي امنیت په ورغلي پلاوي باندې دا ایښودل شوي ماینونه چاودلي چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

دا ښوونځی چې لس ورځې د ژمنیو رخصتیو لپاره تړل شوی وو پکې څلور نیم زره شاګردانو درس لوست.


د مطلب کود: 58699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58699/هلمند-وسلوالو-مخالفینو-په-ګرشګ-ولسوالۍ-کې-یو-منځنۍ-ښوونځی-سوځولی

آوا
  https://www.avapress.com