دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۶
د مطلب کود : 58700
د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د خاص سرپلټونکي خبرې رد کړې
د افغانستان د مالیې وزارت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د خاص سرپلټونکي خبرې رد کړې، چې د افغان حکومت د ظرفیتونو په اړه یې کړي.

جان سوپکو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د نظارت د کمیټې غړو ته وویل داسې نه ښکاري چې د افغانستان حکومت دې دا توان ولري څو د امریکا او نورو هیوادونو پیسې په منظمه توګه مصرف کړي.
خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وحیدالله توحیدی نن له آزدۍ راډيو سره په خبرو کې وویل افغانستان ددې ظرفیت پیدا کړی څو بهرنۍ پیسې په سمه توګه ولګوي.
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا خاص سرپلټونکي همدراز ویلي هغه شل میلیارده ډالر چې د امریکا د کانګرس له خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره بیلې شوي تر اوسه پورې نه دي مصرف شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvqnm.23n6vdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته