په افغانستان کی د امریکایی او ناټو پوځیانو عمومي قومندان وايي؛ چې د افغان ځواکونو له خوا په مستقیمه توګه د هوايي عملیاتو د تر سره کولو په خاطر د ولسمشر کرزي څرګندونو ته درناوی کوي.
جنرال (جوزف ډنفورډ) چې نن یې ځینو خبریالانو ته په کابل کې خبرې کولې؛ ویې ویل، چې افغانستان د یوه خپلواکه هیواد په توګه کولای شي؛ ټول پوځي عملیات په یواځې تر سره کړي.
خو نوموړي وویل، دا چې له دې وروسته به نړیوال ځواکونه له افغان عسکرو سره څنګه مرسته کوي؛ د هغې په سر به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلی ډنفورډ له ځینو خبریالانو سره تر خبرو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره هم خبرې وکړي.
ولسمشر کرزي تېره ورځ له افغان امنیتي ادارو وغوښتل چې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په وخت دې له نړیوالو ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه نه کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې لس عام وګړي ووژل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)