دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 59045
د فاریاب په خواجه سبز پوش کې یو قومي مشر د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو
د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې یو قومي مشر له خپلې اینګور سره د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالحی معصومي ازادي راډيو ته وویل، چې دا کسان تیره ورځ د یادې ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې وژل شوي.
د فاریاب د ولایتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني وایې، چې ښایي د دې قومي مشر وژنه سیاسي اړخ ولري.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې په هرات او فراه ولایتونو کې تیره ورځ دوو ښځو ځانونو ته اور اچولی.
د هرات او فراه سیمه ییز چارواکي وایي، چې دا ښځې تر اوسه ژوندۍ دي خو روغتیایي وضعې یې د اندیښنې وړ دي.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسول محمد رفیق شیر زي د دې ځان سوځونې علت کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamwnm.49noy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته