کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی: د رسنیو چلونکي د ټولنې د سترګو او څراغ په توګه د خپلو خلکو او

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 حوت 1391 ساعت 11:16


په افغانستان کې د بیان آزادي ، په سیمه کې ساری نه لري، زموږ د ټولو دنده ده چې له دغې آزادۍ څخه د هېواد د ګټو د ساتلو لپاره کار واخلو او د بیان د آزادۍ سالموالی قانونمند او په ټولو رسنیو کې یې حفظ کړو او زموږ د خلکو له دغې سترې لاس ته راوړنې څخه په خلل نه منونکې توګه ساتنه وکړو.

دغه موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن پخپله پنځلس
ورځنۍ راډیویي وینا کې د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې تېره اوونۍ په هېوادکې ولمانځل شوه، څرګنده کړه.
ده وویل د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې رسنیز غورځنګ پر ولولو او د ودې په لور روان دی، خو زموږ د رسنیو چلونکي د ټولنې د سترګو او څراغ په توګه د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې ستر مسوولیتونه لري.
حامدکرزي وویل: د هېواد د ملي ګټو ساتنه، په ګران افغانستان کې د تل پاتې سولې
او ثبات د ټینګښت لپاره مبارزه، د هېواد د ټولو اوسیدونکو ترمنځ د ملي یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره تبلیغ کول، د سواد او تعلیم د تعمیم لپاره هڅه، د ښځو له حقونو څخه دفاع او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرخلاف مبارزه، ماشومانو ته د بیلابیلو واکسینونو له ګټو څخه د خلکو خبرول او داسې نورې ملي مسلې باید زموږ د رسنیو اساسي نشراتي کرښې و اوسي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ په هېواد کې راډیو د اطلاع رسونې، د ذهنونو د روښانتیا، د عامه معلوماتو او خبرتیاوو د ترلاسه کولو او د خلکو د ژوند د ورځنیو مسلو لپاره د یوې ډیرې مهمې او ګټورې وسیلې په توګه ګڼل کیږي. 
د ټلویزیوني خپرونو له پراختیا او ودې سره سره، بیا هم، راډیو په کلیو، بانډو او لرې پرتو سیموکې او حتی په ښارونوکې خپل رول حفظ کړی دی او زموږ خلک د راډیو له خپرونو او پروګرامونو څخه ډیره ګټه پورته کوي.
حامدکرزي وویل: په تیرو یولسو کلونوکې د چاپي او انځوریزو رسنیو ترڅنګ، زموږ په هېواد کې د راډیویي خپرونو مرکزونو هم بې مثاله وده کړې ده. نن په ټول هېواد کې شاوخوا یو سلو پنځوس راډیویي مرکزونه فعالیت کوي او د افغانستان خلک د هغو له خدمتونو او بیلابیلو راډیویي پروګرامونو څخه ګټه اخلي.
جمهوررئیس زیاته کړه: په تېرو یولسو کلونوکې، د بیان د آزادۍ ټینګښت د افغانستان د خلکو یوه مهمه لاس ته راوړنه وه او د افغانستان دولت له دغې آزادۍ څخه په بیدریغه توګه دفاع کړې ده.











د مطلب کود: 59171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59171/حامدکرزی-د-رسنیو-چلونکي-ټولنې-سترګو-او-څراغ-په-توګه-خپلو-خلکو

آوا
  https://www.avapress.com