دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 59272
حکمتیار په مشروط ډول په انتخاباتو کې ګډون ته چمتووالی وښود
تاند - د افغانستان د اسلامي حزب امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار وايي په دې شرط په انتخاباتو کې ګډون ته تیار دی چې بهرني ځواکونه ووځي او د انتخاباتو په قانون کې بدلون راوړل شي.
ښاغلي حکمتیار ژوندون تلویزیون ته په مرکه کې وویل: ((که ټول بهرني ځواکونه په بشپړه توګه ووځي، په حکومت او د ټاکنو په اوسني او د ناټو له لوري غلطې تحمیل شوې تګلارې کې لازم بدلون راشي او ازادو عادلانه ټاکنو ته لاره اواره شي، نو حزب اسلامي به په ټاکنو کې برخه واخلي.))
حکمتیار د ژوندون راډیو ټلوېویزون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې له ۱۳۵۲ لمریز کال راهیسې جګړه پیل کړې، ایا دا جګړه شرعي ده او که نه، وویل: ((موږ د هیڅ ډلې او حکومت پر ضد جګړه نه ده پیل کړې، بلکې د نورو له لوري پیل شوې جګړې پر وړاندې مو مقاومت کړی دی.))
حکمتیار د خپلې مرکې په لړ کې شمالټواله یوه خاینه ډله او د افغانستان د غمیزې مسوله وبلله، ویې ویل: ((حقیقت دادی چې د ۱۳۵۲ څخه تر ۱۳۷۱ لمریز کال او د ډاکټر نجیب د حکومت تر نسکورېدو پورې د جګړې اصلي لوبغاړي شوروي اتحاد و. کمونیستان ددې شبکې اجیران ول او دا هم یو څرګند حقیقت دی، چې د نجیب د حکومت تر نسکورېدو وروسته تر نن پورې ټولې خونړۍ پېښې د هغې توطیې زېږنده دي چې د مسکو، واشنګټن په وینا او د ایران په وسیله د جبل سراج ایتلاف او د موقت حکومت ته د یو ارام او د سوله ییز لېږد مخنیوی وکړ. او هغه مهال دغه ناوړه خاینانه توطیه نه وه بریالۍ شوې، ځینې پرديپالو ناولو څېرو او د استخباراتي کړیو په وینا هغه طرحه نه وه شنډه کړې چې د نجیب موقت حکومت غیرې ایتلافي حکومت ته انتقال شي، نو جګړه به پای ته رسیده، نه به کابل ورانېده او نه به ددغو څو کلونو په تېرېدو سره افغانان وژل کېدل. او نه به د پوځ هغه وسایل له منځه تلل چې د هېواد لپاره یې ستر ارزښت درلود. زموږ د هغو افغانانو چې خپلې ګټې یې د جګړو له دوام سره غوټه کړي، د افغانانو ترمنځ روغه جوړه او په قدرت کې د مجاهدینو ګډون د خپلو ګټو خلاف ګڼي، ځینې بې شخصیته، منحت د اقتدار وږي، منفورې څیرې په وړیا بیې استخدام کړې او هغه فاجعه یې را منځته کړه.

د افغانستان د اسلامي حزب امیر انجینیر ګلبدین حکمتیار د ژوندون را ډیو ټلویویزون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ستاسو تنظیم به ټول عمر جګړه کوي کنه کوم تفاهم دروازه هم لرئ. داسې وویل: (( موږ به د اشغالګرانو پر ضد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ جهاد کوو. د جګړې د پای لپاره واضح او عادلانه طرحه لرو. چې د بهرنیو بشپړ وتل، په ازاد او خپلواک افغانستان کې د اسلامي اصولو مطابق عادلانه ټاکنې یې دوه اساسي شرطونه دي. د افغانستان د تجزیې او فدرالیزم په اړه حکمتیار وايي: ((د افغانستان د تجزیې هره هڅه به د افغان ولس له سخت او کلک مخالفت سره مخامخ کیږي. هیڅوک نشي کولای چې افغانستان تجزیه کړي. په پرديو پورې تړلې څو سپکې او ذلیلې ډلګۍ دښمانانو په اشاره او افغانستان د تجزيې او د فدرالیزم پوچ شعارونه ورکوي. دا ډلې په شمالي ایتلاف کې رامنځته شوي دي. د افغانستان ټولنیز جوړښت داسې دی، چې نه تجزیه منلی شي او نه فدرالي نظام.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcciiqp.2bqom8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته