دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 59397
د بغلان په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي
د بغلان ولایت په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوال محب الله محقق د صدای افغان خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس) ته وویل دغه ځوان کس تیره شپه د خپلې کورنۍ له یوه غړي سره تر لفظي شخړې وروسته خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې هم ټپیان کړي دي.
د محقق په خبره په ټپیانو کې د حمله کونکي ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
محقق وایي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.
محقق زیاته کړه، حمله کونکي په تیښتې بریالي شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو جدي هلې ځلې دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0enm.49noo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته