دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 59437
روسیې: د امنیت شورا په غونډه کې به د افغانستان مساله موږ ته لومړیتوب ولري
د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وايي؛ د راتلونکې مارچ په لومړۍ نیټه کله چې دا هیواد د امنیت د نړیوالې شورا مشري پر غاړه اخلي، د افغانستان مساله به د دوی د خبرو اترو له لومړیتوبونو څخه وي.
"ګینادي ګاټیلوف" تیره ورځ اترتاس خبري اژانس ته ویلي؛ د مارچ په وروستیو کې به د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ټول غړي او په افغانستان کې ښکیل مهم هیوادونه د وزیرانو په سطحه په جوړیدونکي غونډه کې برخه واخلي.
هغه ویلي، دا به یوه مهمه غونډه چې په کې به ټولې خواوې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي او د دې هیواد د راتلونکو پرمختګونو په اړه به پریکړې وکړي.
د روسيي دغه لوړ رتبه ډپیلوماټ ویلي، دا ضروري ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پخوانیو پریکړو لیکونو سره په تطابق کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د راتلونکې حضور د څرنګوالي او اندازې په باب غور و فکر وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdt.w6d1maz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته