کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هند د ملي امنیت سلاکار د افغانستان پر راتلونکي مشرتابه خبرې کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حوت 1391 ساعت 11:54


تاند- د هند د ملي امنیت سلاکار به نن په کابل کې د افغانستان د ولسمشر په شمول د دغه هیواد له جګپوړو چارواکو سره له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته اندېښنو او چلینجونو په اړه وږغېږي.
د انډیا ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د هند د ملي امنیت سلاکار شیوشنکر مینون به نن له کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو تر څنګ له هغو شخصیتونو سره هم وویني چې هند فکر کوي د افغانستان راتلونکي مشري په لاس کې اخلي او یا د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې مهم رول لوبوي. ظاهراً د ورځپاڼې اشاره عبدالله عبدالله او د شمال د پخوانۍ ټلوالې نورو ډلو ته ده چې ګومان کېږي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې به بې رقیبه ګټونکي وي.
له ټاکل شوي مهالوېش سره سم نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه وځي. د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امنیت او د طالبانو د بیا واک ته نه رسېدو په باب د هند مسوولیتونه او اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
هند د خپل ملي امنیت په خاطر په هیڅ صورت حاضر نه دی چې یو وار بیا طالبان واک ته ورسېږي ځکه چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ پاکستاني سخت دریځو د افغانستان له خاورې څخه د هندي الوتکې د تښتولو او د هغې په وړاندې د ترهګرو د خلاصون استفاده کړې وه. له بلې خوا د افغانستان په خاوره کې د هند د دښمنانو د روزلو د مرکز په توګه کار اخیستل شوی و.
انډیا ټایمز ورځپاڼه وايي چې د هندوستان لپاره په ځانګړي ډول مهمه دا ده چې د افغانانو د راتلونکي نسل مشر به څوک وي. د ورځپاڼې له لیکنې سره سم دا مسله به وښيي چې ایا افغانستان د ثبات لور ته روان دی او که د یوې بلې کورنۍ جګړې خوا ته.
هند ته افغانستان ډېر مهم ښکاري او په دغه هیواد کې یې د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره د سلګونو ملیون ډالرو پانګونه کړې ده.


د مطلب کود: 59443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59443/د-هند-ملي-امنیت-سلاکار-افغانستان-پر-راتلونکي-مشرتابه-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com