دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 59477
مالیې وزارت د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې پریکړې لغوه کړه
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې هغه پریکړه بیرته لغوه کړې چې ویلي یې و، د افغان سوداګرو په هغو سوداګریزو مالونو دې ګمرکي محصول نه اخیستل کیږي، چې پاکستان د څو میاشتو لپاره په خپلو بندرونو کې درولي و.
پخوا تر دې د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې له سوداګرو سره د مرستې لپاره دغه پریکړه کړې وه.
وروسته له هغې چې د مالیې وزارت د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې له هغې پریکړې سره مخالفت وکړ، چې له پاکستان څخه د هغو سوداګریزو مالونو دې مالیه وبخښل شي چې دې هېواد په خپلو بندرونو کې درولي و، د مالیې وزارت وايي، اقتصادي کمیټې دغه پریکړه بیرته لغوه کړې.
د مالیې د وزارت ویاند وحید الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل؛ چې د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې دا پریکړه د افغانستان د قوانینو پر خلاف وه.
ښاغلي توحیدي وویل: چې د افغانستان د مالیاتو په قانون کې داسې موارد نه دي په ګوته شوي چې په ځینو مواردو کې دې ځینې مالونه له ګمرکي محصول څخه معاف شي او د وزیرانو شوا د اقتصادي کمیټې په هغې غونډه کې چې دا پریکړه شوې وه، د مالیې وزیر نه و موجود.

د افغانستان د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټه مشري د ولسمشر دوېیم مرستیال محمد کریم خلیلي کوي او د مالیې وزیر یې هم غړی دی.

د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې د سوداګرو په غوښتنه پرهغو څه باندې درې زره کانتیره مالونو باندې ګمرکي محصول معاف کړی و، چې پاکستان د څه باندې درېيو میاشتو لپاره په خپلو بندرونو کې درولي و.

سوداګرو چې پر دې مالونو یې د افغان دولت ته د مالیې د بخښلو وړاندیز کړی و، وايي د پاکستان له لوري په دغو مالونو له مخې ورځنۍ کرایه اخیستل شوې او زیان یې په کې لیدلی.

سوداګرو اوس دغه مالونه په کندهار، کابل او تورخم کې په دې تمه درولي دي، چې افغان دولت ته له مالیې ورکولو پرته به یې بازارونو ته وړاندې کړي.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي دوی په دې اړه نه دي خبر شوي چې د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې خپله پریکړه بیرته اخیستې.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان پر عوایدو د مالیاتو په قانون کې په ډاګه شوي چې له هغو شرکتونو باید مالیه وانه خیستل شي چې تاواني شوی وي.

ښاغلي الکوزي وویل، چې د حکومت په پریکړې کې بدلون راتلل به سوداګر په افغان حکومت بې باوره کړي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې افغان حکومت به سوداګرو ته د خپلې پریکړ د بدلون په اړه څنګه قناعت ورکړي، تر څو هغوی د څه باندې درې زره کانتیرونو خوراکي او غیر خوراکي موادو مالیه ورکړي او بازارونو ته یې وړاندې کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaxei.uqehaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته