دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 59618
د افغانستان شمالي هیوادونه د امنیتي اندېښنو له امله پولې ټینګوي
تاند- د ډله ییز امنیتي تړون د ټولنې غړي هیوادونه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله له افغانستان سره د خپلو هیوادونو د پولو د ټینګولو لپاره په دغو پولو کې نور ځواکونه ځای پرځای کوي.
د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د فرانسې ولسمشر له خپل روسي ساري سره له افغانستانه د فرانسوي پوځیانو د ایستلو پر مسلې د خبرو لپاره مسکو ته روان دی.
د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي نیکولای بوردیوژه وویل: «د ناټو د ځینو استازو له ډاډ څرګندونو سره سره، موږ باور لرو چې د افغانستان حالات ډېر ستونزمن دي او پر له پسې د خرابېدو په لور روان دي.»
ده زیاته کړه، افغانستان د مخدرو موادو د قاچاق، د سخت دریځو وسله والو د روزنې، افراطیت، بې ثباتۍ، وسله والې جګړې او د سخت دریځو د نظریو د اغېز په شان ستونزو سره مخامخ دی.
د بورديوژه په وینا کله چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو پوځیان له افغانستانه ووځي، د دغه هیواد ستونزې به نورې هم زیاتې شي.
خو د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر رابرت بلېک د چهارشنبې په ورځ د کانګریس یوې کمېټې ته وویل چې له افغانستانه د منځنۍ اسیا په تېره بیا ازبکستان ته کوم خطر نه دی متوجه.

«موږ منځنۍ اسیا ته د اسلامي سخت دریځو له لوري کوم فوري خطر نه وینو، خو بې له شکه د خوش باورۍ وخت هم نه دی. زموږ د بهرنیو مرستو پروګرام د دې لپاره دی چې د منځنۍ اسیا هیوادونو طرفیت لوړ کړو چې د اسلامي سخت دریځو ډلو په شان له موقتي خطرونو سره مقابله وکولی شي.»

د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي نیکولای بوردیوژه د ډله ییز امنیتي ټړون له غړیو هیوادونو وغوښتل چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په نولسمه د مسکو په سرمشریزه کې د ډله ییز امنیتي تړون د غړیو هغه ګډې هڅې تصویب کړي چې له افغانستان څخه د ګواښونو او ستونزو د مخنیوي لپاره وړاندیز شوې وې.

د ده په وینا په دغو وړاندیزونو کې له افغانستان سره د ډله ییز امنیتي تړون د غړیو هیوادونو په پولو کې د پوځیانو ځای پر ځای کول، د وسلو او وسایلو ښه کول شامل وو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg739n.ak9yq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته