دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 59699
نړیوال بانک له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې سل ملیون ډالره مرسته وکړه
تاند- نړیوال بانک پرون/جمعه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روغتیايي خداماتو د پراختیا اوښه کېدا لپاره د دغه هیواد حکومت ته سل ملیون ډالره مرسته ورکوي.
د نړیوال بانک له یوې خبرپاڼې سره سم، چې تاند ته یې هم رالېږلې، د دوی دا بې عوضه یا وړیا مرسته د افغانستان د ۲۲ ولایتونو په ولسوالیو او کلیو کې روغتیايي خدامات ډېروي.
له خبرپاڼې سره سم د نړیوال بانک د دې سل ملیون ډالري مرستې تر څنګ به د افغانستان حکومت دېرش ملیونه او اروپايي اتحادیه ۲۷۰ ملیون ډالره په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان پر روغتیايي سیکتور ولګوي.
نړیوال بانک له ۲۰۰۳ څخه تراوسه پوري د افغانستان د روغتیا په برخه ۳۳۵ ملیون ډالره لګولي دي. د دغه بانک په مالي مرسته په افغانستان کې یو شمېر کلینیکونه جوړ شوي او د واکسیناسون ګڼ پروګرامونه پرمخ بېول شوي دي.
حاضر دمه په افغانستان کې د نړیوال بانک له لوري د تمویل کېدونکو روغتیايي مرکزونو شمېر له ۱۴۸ څخه ۳۲۴ ته زیات شوی دی. په دغو روغتیايي مرکزونو کې شل زره تنه کار کوي چې نیمايي یې ښځې دي.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې فعال روغتیايي مرکزونه، چې پخوا څلور سوه ۹۶ ول، اوس دوو زرو ته زیات شوي او ټاکل شوې ده چې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو پروګرام، چې په یوولس ولایتونو کې اجرا کېږي، د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته پراخ شي.
د نړیوال بانک او نړیوالې ټولنې له بې درېغو او پرېمانو مرستو سره سره لا هم افغانستان په اولاد ښځو د مړینو او تر پنځه کلنۍ مخکې د ماشومانو د مړینې له نظره په نړۍ کې تر ټولو مخکې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1vdt.w6d11az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته