دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 59779
پاکستان وايي په افغانستان کې یې تېروتنې کړي
تاند- د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې دغه هیواد د لومړي ځل لپاره رسماً اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه کړې او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې د پاکستان تېروتنې تکرار نه کړي.
په جرمني کې د پاکستان سفیر عبدالباسط وویل لازمه ده چې نور هیوادونه د پاکستان له تېروتنو څخه الهام واخلي او په افغانستان کې سولې او ثبات ته ځانونه ژمن کړي.
عبدالباسط دا څرګندونې د جرمني په پارلمان کې د دغه هیواد د سوسیال دیموکرات ګوند د افغانستان او پاکستان کاري ډلې ته په وینا کې وکړې.
په دې غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت، پارلمان او د سوسیال دیموکرات ګوند ګڼو غړیو او دغه راز د جرمني یو شمېر کارپوهانو ګډون کړی وو.
عبدالباسط وویل:پاکستان له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه کړې او هیله لري چې نور هیوادونه به هم په افغانستان کې ورته تېروتنې تکرار نه کړي.
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هیواد د مسولانه انتقال او د پخلاینې د بهیر د چټکتیا لپاره اقداماتو ته اړتیا ده.»
د افغانستان او پاکستان په اړه په جرمني کې د سوسیال دیموکرات ګوند او د دغه هیواد د پارلمان د یو شمېر غړیو په غونډه کې د پاکستان استازي ومنله چې هیواد یې په افغانستان کې تېروتنې کړي او نور نه غواړي چې تېرې تېروتنې تکار کړي.
په برلین کې د پاکستان سفیر وویل چې هیواد یې له همدې کبله په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي.
په جرمني کې د پاکستان سفیر همداراز وویل:«پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ له کبله له کړاوونو سره مخامخ دی او تر څو چې په افغانستان کې حالات سم شوي نه وي د پاکستان ستونزې به دوام لري او پاکستان ته به ګرانه وي چې په مختلفو برخو کې خپلې کورنۍ ستونزې کنټرول کړي.»
ده وویل چې پاکستان له همدې کبله د څرګند هدف لپاره په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
عبدالباسط وویل چې پکار ده نور ذي نفوذې خواوې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان په شان څرګند دریځ او ژمنې ولري.
په برلین کې د پاکستان سفیر وویل چې باید په هر حالت کې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال د حالاتو د تکرارېدو مخه ونیول شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceof8n.jh8ofi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته