دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 59818
په لغمان کې د ۷ میلونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو
په لغمان کې دڅه باندې اووه میلونه افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو.
د کاراو ټولنیزو چارو وزارت په مرسته د مسلکي زده کړو دغه پروګرام چې ۹ میاشتې به دوام وکړي؛ د دې ولایت په مرکز او د قرغیو، الینګار او دولت شاه ولسوالیو څه باندې درې سوه بې روزګاره کسانو ته به په ترکاڼۍ، خیاطي او داسې نورو برخو کې زده کړې ور کړل شي.
د یوبل خبر له مخې په لغمان ولایت کې څلویښت ښځینه قابله ګانو خپلې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک آزادي راډیو ته وویل؛ چې دغه قابله ګانې به د لغمان په ټولو ولسوالیو کې د روغتیایی خدمتونو د ترسره کولو په هدف په دندو وګمارل شي.

ویل شوي چې دا قابله ګانې به په نسايي ولادي برخه کې کار کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvaw.t1a3z26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته