کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې نن سهار دوه وسله وال طالبان وژلي شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 حوت 1391 ساعت 17:53


د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې په مرورې ولسوالۍ کې نن سهار دوه وسله وال طالبان وژلي شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل، دا دوه وسله وال طالبان د سیمه ییزو پولیسو او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په وټه پورې ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له خوا په حملو کې دوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده.
اخوا د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه ماین ښخونکي د ایساف په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
د پنجوايي امنیې قومندان سلطان محمد آزادي راډيو ته وویل یو بل مین ښخوونکی له سیمې په تیښته بریالی شوی دی.
طالبانو د دغو دواړو پیښو په اړه لا تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 59885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59885/د-کونړ-په-مرورې-ولسوالۍ-کې-نن-سهار-دوه-وسله-وال-طالبان-وژلي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com