دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 59886
ملا معتصم: طالبان د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل غور کوي
تاند- د طالبانو د تحریک د سیاسي کمیسون پخواني مشر ملا اغا جان معتصم اعلان وکړ چې طالبان د هیواد د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل لارې غور کوي.
ښاغلي معتصم ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي:«موږ باید سیاسي ګوند(تحریک) جوړ کړو څو هغه هدفونه ترلاسه کړای شو چې د هغو لپاره مو بې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.»
ده همداراز ویلي:«د طالبانو هغه مشران به چې نومونه یې د ملګروملتو له توره لیسته ایستل شوي په سیاسي پروسه کې مهم رول ولوبوي. دا مشران د طالبانو حیاتي برخه ګڼل کېږي.»
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د دغه هیواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې د طالبانو د تحریک په رامنځته کولو کې یې مهم رول لرلی دی، په وروستیو کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي څو د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لپاره منځګړتوب وکړي.
ملا اغا جان معتصم، چې اوس په ترکیه کې اوسي ، تراوسه د سولې لپاره څو طرحې وړاندې کړي چې وروستۍ یې تېره اوونۍ په تاند کې خپره شوه.
ملا معتصم په ۲۰۱۰ کال په کراچۍ کې وویشتل شو. حمله کوونکو په دې ګومان چې نوموړی وژل شوی، د برید په ځای کې پرېښود. معتصم وروسته د درملنې لپاره ترکیې ته لاړ چې لا هم همالته اوسي خو د ده په وینا د سیاسي پروسې د پیلولو لپاره یې مختلفو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

ملا معتصم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د اور د بلېدو له درکه سخته اندېښمن دی او وايي چې باید مخکې تر دې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي پر یوې سیاسي روغې جوړې سلا وشي.

ښاغلی معتصم باور لري چې د افغانستان ګاونډیان او نور سیمه ییز قدرتونه به د افغانستان په چارو کې لاوسوهنه زیاته کړي او په نتیجه کې به یې په افغانستان کې خونړۍ کورنۍ جګړه پیل شي.












(رایه: ۲ . متوسط: ۲/۵)
https://avapress.com/vdcd9j0k.yt0nj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته