کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آلماني عسکر په پسرلي کي له کندوزه وځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حوت 1391 ساعت 14:50


د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير له خپلو ځواکونو سره د ليدني له پاره افغانستان ته تللی دئ. هغه په لومړي سر کي د خپلو ځواکونو عمومي اډې مزارشريف ته رسېدلی دئ.
نن ديميزير په مزارشريف کي وويل، چي په راتلونکو اونيو کي به د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي خپله پوځي اډه تخليه کړي. «دغه پوځي اډه به په پسرلي کي خالي کړو.»
له هغه وخت راهيسي چي ديميزير د آلمان د دفاع وزير په توگه ټاکل سوی دئ (له دوو کلونو راهيسي) دا ئې افغانستان ته لسم سفر دی چي کوي ئې.
له يوه کال راهيسي له افغانستان څخه د آلمان ځواکونو د راوتلو لړۍ پيل سوې ده. اوس په افغانستان کي د آلمان ځواکونو د ۵۳۵۰ تنو څخه ۴۳۵۰ تنه لا په ماموريت بوخت دي.

دوې ورځي دمخه د يميزير ويلي ول چي هغه غواړي په آلمان کي تر پارلماني ټاکنو دمخه له افغانستان څخه د آلماني عسکر د راوتلو يو پلان جوړ کړي.
په افغانستان کي بايد د ناټو پوځي ماموريت د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري پای ته ورسيږي او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري پخپله افغانان پرغاړه واخلي.

تر دغه کال وروسته به د آلمان د لښکر يو شمېر عسکر هلته پاته سي او يوازي به د افغاني ځواکونو د روزلو دنده ولري.
د دویچی ویلی راپور وکړه، د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په يوه ملکي الوتکه کي افغانستان ته سفر کړی دئ او ويلي ئې دي چي دا د دې څرگندويي کوي، چي د افغانستان په شمال کي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دئ.

تر دې مخکي هم ديميزير يو وار له ازبکستان څخه افغانستان ته په ملکي الوتکه کي سفر کړی وو. خو د دې واري ئې له آلمان څخه راساً افغانستان ته په يوه ملکي الوتکه کي سفر کړی دی.

خو د افغانستان په شمال کي د آيساف ځواکونو پخواني قومندان آلماني جنرال فايفر څو ورځي د مخه له رسنيو سره په مرکه کي ويل ول، چي د افغانستان په شمال کي لا تر اوسه امنيت وضعيت تر پوښتني لاندي دئ.

هغه زياته کړې وه، چي اوس هم افغان امنيتي ځواک ډيري تشي لري، چي دغه تشي بايد ټکي سي.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي، چي د دوشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن هم کابل ته سفر کړی وو او هلته ئې له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو سياسي ډلو سره ليده کاته درلودل.


د مطلب کود: 59955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59955/آلماني-عسکر-په-پسرلي-کي-له-کندوزه-وځي

آوا
  https://www.avapress.com