دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۲۱:۰۴
د مطلب کود : 59990
هند او چین پر افغانستان خبرې کوي
تاند- هند او چین په ۲۰۱۴ میلادي کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د افغانستان د حالاتو په اړه د خبرو غوښتنه وکړه.
دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د افغانستان په اړه منظمې خبرې پیل کړي. په نوي ډیلي کې دیپلوماتانو وویل چې په دې برخه کې د هند او چین ترمنځ په رسمي کچه یوه رسمي موافقه شوې ده او ټاکل شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ په دې اړه د لومړنۍ غونډې لپاره نېټه وټاکل شي.
هند او چین تر دې مخکې هم د منځنۍ اسیا، لوېدیځې اسیا او دغه راز افریقا په اړه په خپل منځ کې خبرې او سلا مشورې کولې.
د هند د ملي امنیت سلاکار شیو شنکر منون تېره اوونۍ افغانستان او دغه راز مسکو ته سفرونه وکړل. ده په مسکو کې د افغانستان په باب د هند، روسیې او چین په لومړنۍ درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
د هند (انډین ایکسپریس) ورځپاڼې د دوشنبې د ورځې په ګڼه کې په یوه راپور کې وویل: په دغو خبرواترو کې د پام وړ خبره دا وه چې د چین په وړاندیز په دې موضوع خبرې اترې کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyhei.uqehhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته