کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وینزویلا جمهور رئیس هوګو چاویز د سرطان د ناروغی له امله مړ شو

د صدای افغان خبر آژانس(آوا) , 16 حوت 1391 ساعت 13:16


د وینزویلا جمهور رئیس هوګو چاویز د سرطان د ناروغی له کبله د ۵۸ کلونو په عمر له دنیا سترګې پـټې کړي.
دې له دوو کلونو راهیسي په سرطان اخته وو.
د جمهور رییس مرستیال، نیکولاس مادورو د شاویز د مړیني خبر پرون داسې اعلان کړ:
"نن د مارچ په پنځمه، د وزیرانو د شورا له غونډې وروسته، موږ دلته پوځي روغتون ته راغلو ترڅو د جمهور رییس د صحي وضعیت نتایج وګورو.
موږ معلومات ترلاسه کول او د ده له لوڼو، ورور او د کورنی له نورو غړو سره یوځا ی وو.

همدا وو، چې له ټولو خواشینوونکی او سخت دغه خبر، چې خپل ولس ته یی باید اعلان کړو، موږ ترلاسه کړ.
نن د مارچ په پنځمه له غرمې وروسته په څلورو بجو او پنځه ویشتو دقیقو، هوګو شاویز مړ شو."

هوګو شاویز څوارلس کاله د وینزویلا واکمن وو.

د جمهوررییس مرستیال، نیکولاس مادورو د چاویز د مړیني له اعلانه مخکې ویلي وو، چې وینزویلا دوه امریکايي دیپلوماتان اخراج کړل.

مادورو ویلي وو، چې په دې کې شک نشته، چې د وینزویلا تاریخي دښمنان په سرطان ناروغي باندې د چاویز په اخته کیدو کې لاس لري.


د مطلب کود: 60030

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60030/د-وینزویلا-جمهور-رئیس-هوګو-چاویز-سرطان-ناروغی-له-امله-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com