دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 60106
په بغلان کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي دي
په بغلان کې امنیتي مسوولان وایي، چې د لسګونه کيلوګارمه مخدره موادو د قاچاق په تور څلور تنه نیول شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندان جنرال اسدالله شیرزاد پرون خبریالانو ته وویل، چې دا کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل، چې په دې عملیاتو کې شپاړلس میله وسلې هم له قاچاق کوونکو څه ترلاسه شوي دي.
په یو بل خبر کې د میدان وردک امنیتي مسوولان وایي، چې نامعلومو وسله والو نن په دې ولایت کې يو ښوونکى وژلی دی.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وويل، چې دا پېښه پرون سهار په سيد اباد ولسوالۍ کې شوې ده.
لا تر اوسه د دې پیښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai6ni.49nww1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته