کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسي جرګې د اداري هیات د ټاکنې دویم دور نن پیلیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حوت 1391 ساعت 12:34


ټاکل شوې ده د ولسي جرګې د اداري هیات د انتخاباتو دوهم دور نن تر سره شي.
د ولسي جرګې د اداري هیات لپاره په پرونیو انتخاباتو کی یو کاندید هم ونه شول کړای چې؛ پوره رایې تر لاسه کړي.
د جرګې د اداري هیات څلورو څوکیو، د جرګې لومړی مرستیال، دوهم مرستیال او لومړی منشي او دوهم منشي ته پرون د جرګې په عمومي غونډه کې انتخابات وشول؛ خو یوکاندید هم یادو پستونو ته لار ونه موندله.
د قانون له مخې د ولسي جرګې رییس د بشپړې دورې لپاره او نور غړي یې د هر کال په سرکې ټاکل کیږي. 

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 60323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60323/د-ولسي-جرګې-اداري-هیات-ټاکنې-دویم-دور-نن-پیلیږي

آوا
  https://www.avapress.com