دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 60501
واشنګټن پوسټ د افغانستان انتخاباتو ته د امریکايي چارواکو د زیات پام غوښتنه وکړهه
تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله د امریکا لپاره د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو او د کرزي پر ځای د غوره کېدونکي ولسمشر اهمیت ته ځانګړې کړې ده.
واشنګټن پوسټ په سرمقاله کې، چې د ورځپاڼې دریځ څرګندوي، د افغانستان او امریکا د حکومتونو په اړیکو کې د موجود اختلاف له یادونې وروسته لیکلي: د امریکا د حکومت تمرکز باید د افغانستان لپاره یوې نوې ستراتیژۍ ته وي څو دا تضمین او یقیني شي چې له حامد کرزي وروسته په افغانستان کې لایق، باکفایته او د باور وړ متحد واک ته رسېږي.
ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات، چې د ۲۰۱۴ کال د اپریل په پنځمه کېږي، مهم دي؛ د کورنیو چارو د پخواني وزیر حنیف اتمر او د بهرنیو چارو د پخواني وزیر عبدالله عبدالله په شان کسانو ویلي چې ځانونه به کاندید کړي.
واشنګټن پوسټ لیکي: د ډېرو سیاسي کارپوهانو په باور حامد کرزی به هڅه وکړي چې خپل یو نژدې ملګری یا هم نظره په انتخاباتو کې بریالیتوب ته ورسوي. له همدې کبله شک دی چې د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې به هم د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په شان درغلي وشي.
د واشنګټن پوسټ له لیکنې سره سم، په اوسني کړکېچن حالت کې غیرشفاف انتخابات به د افغانستان دولت کمزوری کړي او دا امکان به زیات کړي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
دې ډول احتمالونو ته په کتو امریکا، ملګري ملتونو او ناټو ته پکار ده خپل پام د افغانستان انتخاباتو ته واړوي.
ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې د اوباما حکومت او نور لوېدیځ هیوادونه دې له طالبانو سره د سولې خبرو ته د هیلې پر ځای پر کرزي فشار راوړي، د کار خلک دې د انتخاباتو په کمیسون کې وګوماري او نړیوال څارونکي دې پرېږدي چې د انتخاباتو بهیر له نژدې وڅاري او په پټه دې یوازې هغو کاندیدانو ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړي چې په شرایطو برابر دي، وړتیا او لیاقت لري او د دې تر څنګ دې د طالبانو د حملو په وړاندې د رای ورکوونکو ساتنه وکړي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې انتخاباتو ته په پاتې موده کې امریکايي چارواکي مجبوره نه دي چې د افغانستان د سفر په ترڅ کې له کرزي سره هم وویني.
داواشنګټن پوسټ په پای کې ویلي، د اوباما اداره باید د افغانستان لپاره داسي ستراتیژي جوړه کړي چې پر اساس یې د کرزي پر ځای د امریکا لپاره د باور وړ او باکفایته متحد واک ته د رسېدو چانس ومومي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjviem.uqeyyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته