افغان چارواکي وایي، له مخدر موادو سره د مبارزې ډلو یو ویشت زره کیلوګرامه هیرویین او مورفین نیولي دي.
د انټرفکس او اسوشیتد پریس اژانسونو په وینا دغه نشه يي مواد د روسیې د مخدر موادو د مخنوي د فدرالې ادارې په مرسته د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
په روان کال کې دا تربل هر وخت ډیر مخدر مواد دي چې یو ځای نیول شوي دي.
د دې عملیاتو مشر جنرال عبدالخلیل بختیار د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، افغان کومانډو ځواکونو د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې پر یوه کور برید وکړ، هلته یې یوویشت ټنه مخدر مواد او د امونیم کلوراید په څیر کیمیاوي مواد، چې د مخدر موادو د تولید لپاره پکاریږي، وموندل.
د جنرال بختیار په وینا دغه مخدر مواد په همهغه ځای کې چې نیول شوي وو، وسوځول شول او د نشه اي موادو شپږ کارخانې هم له منځه یووړل شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)