دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 60621
امریکايي چارواکی په افغانستان کې د زیاتو پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي
تاند- د امریکا د کانګریس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس د چهارشنبې په ورځ وویل، په داسي حال کې چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه په خپله پرېکړه کې له پوځي او سیاسي فشار سره مخامخ دی، د متحدو ایالتونو پوځي مشران او په کابل کې د امریکا سفیر له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰ پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ کوي.
د جمهوریتپال ګوند غړي او د کانګریس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر هاوارډ بک مککیون د افغانستان د درېم سفر له پای ته رسولو یوه ورځ وروسته وویل:« ۱۳۶۰۰ امریکايي پوځیان به، چې د نورو ايتلافي هیوادونو شپږ زره سرتېري ورسره یوځای شي، لږ ترلږه خطر ولري.»
مککیون په افغانستان کې د ناټو له عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ او د امریکا له سفیر جېمز کنینګم سره هم په دې اړه خبرې کړي او وايي چې هغوی هم د دې شمېر پوځیانو ملاتړ کوي.
ده له یو شمېر خبریالانو سره په مرکه کې وویل:«فکر کوم چې موږ په عراق کې تېروتنه وکړه، نه غواړم چې په افغانستان کې یې تکرار کړو.»

تمه ده چې بارک اوباما به په راتلونکو څو اوونیو کې اعلان وکړي چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر له یودېرشمې نېټې وروسته باید په افغانستان کې څومره امریکايي پوځیان پاتې شي.
په داسي حال کې چې امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون لا نه دی لاسلیک کړی، چې پراساس یې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو شمېر ټاکل کېږي، د افغانستان ولسمشر پر امریکا نیوکې پیل کړي دي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال له وروستیو څخه تراوسه پوري په افغانستان کې تر دوه زره زیات امریکايي پوځیان وژل شوي او تر اتلس زره زیات نور ژوبل شوي دي. د دې تر څنګ امریکا په افغانستان کې ترنیم تریلیون ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي.

له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰ امریکايي او شپږ زره نورو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه تېره میاشت(فبروري) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم خبرې وشوې.د لوېدیځو سرچینو له مخې امریکا او په ناټو کې د دغه هیواد متحدان به په افغانستان کې د ۱۸زره او ۱۲ زره ترمنځ پوځیان پرېږدي. دې مسلې ته د امریکا پخواني دفاع وزیر لیون پنیتا هم اشاره کړې وه خو تراوسه پوري وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د کانګریس مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس د افغانستان د وروستي سفر په لړ کې د دغه هیواد له ولسمشر حامد کرزي سره ونه لیدل. ده د امریکا له نوي دفاع وزیر چک هېګل سره هم ونه لیدل حال دا چې دواړه په یووخت افغانستان ته تللي ول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccseqe.2bqxi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته