د یوبل خبر له مخې د ناټو په مشرۍ آیسف ځواکونو تایید کړې چې؛ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان خپلو پوځیانو ته توصیه کړې ده چې؛ د افغان ولسمشر له څرګندونو وروسته د تشدد په پېښو کې زیاتوالي ته دې چمتو واوسي.
د جنرال جوزف ډنفورډ لیکلې توصیه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره خپره کړه. ډنفورډ په خپل دې ایمېل کې امریکايي پوځیانو ته خبرداری ورکړی چې؛ ښايي د افغان ولسمشر څرګندونې د ځینو کسانو لپاره هڅوونکې شي او په نتیجه کې پر نړیوالو پوځیانو بریدونه وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)