دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 60684
افغانستان د "فیفا" په جدول کې له ۱۸۹ څخه ۱۴۱ ته لوړ شو
افغانستان د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فیدراسیون په جدول کې اته څلوېښت شمارې په یو ځل پورته تللی دی او اوس په یوسلو یو څلوېښتمه شماره کې ځای لري.

تیره میاشت افغانستان د فیفا په جدول کې په یوسلو نهه اتیا شماره کې ځای درلود.

دا مهال افغانستان په جنوبي اسیا کې د خپلو سیالانو پاکستان، هندوستان او سريلانکا څخه مخکې شوی دی.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي یوسف کارګر د دې بریا سبب د لاووس په چلینج کپ کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم بریالیتوبونه بولي:
"له نیکمرغه د اسیا د چیلنج کپ په لوبو کې د افغانستان بریالیتوبونه چې په کې د دې مسابقو دویم پړاو ته ووت؛ د دې سبب شول چې افغانستان د فیفا د جدول په درجه بندۍ کې د پام وړ صعود وکړي.

اوس د فیفا د دوه سوه نهو غړیو هیوادونو په منځ کې افغانستان یوسلو یو څلوېښتم ځای لري. او له نیکه مرغه په جنوبي اسیا کې کې لومړنی مقام خپل کړی دی او په ټوله اسیا کې یو ویشتم ځای لري."

افغانستان د لاوس په چیلنج کپ کې وتوانیده چې سریلانکا او منګولیا ته د سفر په وړاندې په یو ګول سره ماتې ورکړي.
په ورستیو او برخلیک ټاکونکې لوبې کې افغانستان، د کوربه هیواد لاووس سره لوبه د یو په مقابل کې په یو ګول مساوي کړه او په دې توګه افغانستان د چیلنج ګپ بل پړاو ته لاره پرانیسته.
د فیفا په جدول کې هسپانیا خپل لومړنی مقام ساتلی دی. په دې جدول کې جرمني دویم او ارجنټاین دریم ځای لري.

برزایل چې کلونه، کلونه په لومړي مقام کې وو اوس اتلسمې شمیرې ته لویدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b0.rhbgwp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته