کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان: په وردوج ولسوالۍ کې له څلوېښتو زیات وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 حمل 1392 ساعت 9:29


د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې له څلوېښتو زیات وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندان جنرال امام الدین مطمئن آزادۍ راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د مولوي حمزه په نوم د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.

جنرال مطمئن وايي، چې ډېره برخه دا طالبان په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د بدخشان امنیه قوماندان زیاته کړه، د دې عملیاتو په ترڅ کې چې لاهم دوام لري له ګڼ شمېر سیمو څخه طالبان اېستل شوي دي.

د وردوج ولسوال دولت محمد وویل، دا عملیات وروسته له هغه پیل شول، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د خلکو د استوګنې پر سیمو د هاوان حملې وکړې.

له بلې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي ایمیل کې د حکومت ادعا رد کړې.


د مطلب کود: 61012

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61012/بدخشان-په-وردوج-ولسوالۍ-کې-له-څلوېښتو-زیات-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com