کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت وايي، د بګرام زندان د امنیت لپاره یې یوه نوې پوځي قطعه جوړه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1392 ساعت 11:04


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام زندان د امنیت لپاره یې یوه نوې پوځي قطعه جوړه کړې ده.
په پام کې ده، چې د دې زندان د امنیتي چارو مسوولیت نن د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پوځي پولیسو په نوم فرقه به د بګرام زندان د امنیت ټولې چارې سمبالوي.
بګرام زندان د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه موضوع وه.
امریکايي چارواکو د بګرام زندان سلګونه بندیان افغان حکومت ته سپارلي و، خو یوشمېر نور یې په خپله ساتل او ویل یې چې افغان حکومت د دې خطرناکو بندیانو د ساتلو لپاره پوځي قوت او د هغوی د محاکمې لپاره یو اغېزمن عدلي او قضايي نظام نلري، خو افغان حکومت ټینګار کاوه چې دا د هېواد د ملي حاکمیت مسئله ده او باید ټول بندیان افغان لوري ته وسپارل شي.


د مطلب کود: 61178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61178/دفاع-وزارت-وايي-د-بګرام-زندان-امنیت-لپاره-یې-یوه-نوې-پوځي-قطعه-جوړه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com