دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 61178
دفاع وزارت وايي، د بګرام زندان د امنیت لپاره یې یوه نوې پوځي قطعه جوړه کړې
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بګرام زندان د امنیت لپاره یې یوه نوې پوځي قطعه جوړه کړې ده.
په پام کې ده، چې د دې زندان د امنیتي چارو مسوولیت نن د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پوځي پولیسو په نوم فرقه به د بګرام زندان د امنیت ټولې چارې سمبالوي.
بګرام زندان د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه موضوع وه.
امریکايي چارواکو د بګرام زندان سلګونه بندیان افغان حکومت ته سپارلي و، خو یوشمېر نور یې په خپله ساتل او ویل یې چې افغان حکومت د دې خطرناکو بندیانو د ساتلو لپاره پوځي قوت او د هغوی د محاکمې لپاره یو اغېزمن عدلي او قضايي نظام نلري، خو افغان حکومت ټینګار کاوه چې دا د هېواد د ملي حاکمیت مسئله ده او باید ټول بندیان افغان لوري ته وسپارل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6ni.49n601xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته