دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 61179
د کابل جلال اباد په لویه لاره د ټرافیکي پيښو له امله ۲۴ تنه ژوبل شوي
د کابل جلال اباد په لویه لاره د ټرافیکي پيښو له امله ۲۴ تنه ژوبل شوي دي.
د کابل د سروبي ولسوالۍ د مرکزي روغتون یو تن ډاکټر عطامحمد ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د تیرې ورځې راهیسې دوی ته ۲۴ تنه ټپیان د ټرافیکي پيښو له امله ور وړل شوي،چې اوس يي درملنه روانه ده.
د نوموړي په خبره دغه ټپیان په څلورو بیلابیلو ټرافیکي پيښو کې ژوبل شوي دي.

ددغې لویې لارې د یو شمېر ډریورانو په خبره یادې ټرافیکي پيښې د سختو بارانونو له امله رامنځته شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b0.rhb8zp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته