کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند افغانستان ته د مالونو د ترانزیت کولو لپاره له ایران سره موافقه لاسلیکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1392 ساعت 11:17


تاند- هند له ایران سره یوه ترانزیتي موافقه لاسلیکوي چې پراساس به یې دا هیواد د ایران په چاه بهار بندر کې د تاسیساتو په پراختیا او جوړولو سل ملیون ډالره لګوي څو له دې لارې له افقغانستان سره د مالونو په لېږدولو رالېږدولو کې اسانتیا رامنځته شي.
هند مخکې لا د دلارام حلقوي سړک د نیمروز ولایت له لارې د ایران تر پولې رسولی دی. او په پام کې لرې چې د ایران له چاه بهاره ترحاجي ګک کانه پوري د اورګاډي ۹ سوه کیلومتره پټلۍ هم جوړه کړي.
حاضردمه افغانستان ته د ایران د چاه بهار بندر له لارې یوه اندازه مال راځي خو د دغه بندر تاسیسات پراخ نه دي او لویې بېړۍ په چاه بهار کې لنګر نه شي اچولی له همدې کبله افغانستان ته د ایران له لارې اکثره ترانزیتي مالونه بندر عباس ته واردېږي.

هندي رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل چې هند غواړي له افغانستان سره د تجارتي راکړو ورکړو د زیاتولو له لپاره د ایران له بالقوه امکاناتو کار واخلي.
پاکستان هندي مالونه نه پرېږدي چې د دغه هیواد د خاورې له لارې افغانستان ته ترانزیت شي.
چاه بهار بندر د پاکستان د ګوادر بندر د لوېدیځ په پنځه اویا کیلومترۍ واټن کې دی. هند غواړي چې د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره لنډ ارتباط ټینګ کړي.
افغانستان او ایران مخکې لا له هند سره موافقه کړې چې د چاه بهار او د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري راکړې ورکړي وکړي.


د مطلب کود: 61181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61181/هند-افغانستان-ته-د-مالونو-ترانزیت-کولو-لپاره-له-ایران-سره-موافقه-لاسلیکوي

آوا
  https://www.avapress.com