دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 61389
ولسمشر کرزي د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره ټیلیفونې خبرې وکړې
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي تېر ماښام د انګلستان له صدراعظم ډیویډ کامرون سره ټیلیفونې خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼې کې ویل شوې، دواړو مشرانو د افغانستان د سولې د عملیې، د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو او په لندن کې د وروستۍ درې اړخېزې غونډې د توافقاتو په اړه بحث وکړ.
د جمهور رئیس حامد کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

« د افغانستان جمهور رئیس د یریتانیا له صدراعظم ښاغلي ډیویډ کامرون سره د ټیلفون له لاري په یولړ مسلو خبرې وکړې او د خبرو محور یي تر ډېره حده هغه مسایل وو، چې په دې وروستیو کې د لندن په درې اړخېزه غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د انګلستان په کوربه توب جوړه شوې وه او بحث ورباندې شوی و».

د جمهوري ریاست په خبر پاڼې کې دغه راز ویل شوي: د لندن په درې اړخېزه غونډه کې د سولې له عملیې څخه د پاکستان په ملاتړ، په کابل کې د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو د کنفرنس په جوړیدو، سېمه اېزو همکاریو او په قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شوری او طالبانو تر منځ د مذاکرو لپاره د دفتر په پرانستلو توافق شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceox8p.jh8zvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته