کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه د ناټو د اړوندې کارګو د وتلو حجم په اصطلاح د شمال د دهلېز له لارې زیاتوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 حمل 1392 ساعت 11:21


روسیه غواړي له افغانستانه بهر ته د ناټو د اړوندې کارګو د وتلو حجم په اصطلاح د شمال د دهلېز له لارې زیات کړي. یوه روسي ډيپلومات ویلي دي چې دا پرېکړه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د تیاریو په درشل کې کېږي.
په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندرګروشکو تېره ورځ په بروکسل کې په یوه ویډیوکنفرانس کې وویل، روسیه په دې مقصد د افغانستان د شمال لاره پراخوي.

تمه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پرمهال له افغانستانه د انتقال وړ کارګو اندازه هم زیاته شي. روسیې مخکې دا منلې وه چې په اولیانوفسک ښار کې د ناټو د غیرمحاربوي وسایلو لپاره د ترانزیت یو مرکز جوړ کړي.

ګروشکو دا احتمال رد نکړ چې روسیه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو له ماموریت سره همکارۍ ته دوام ورکړي، خو ده وویل، دا همکاري به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په څرنګوالي پورې اړه ولري.

دې روسي مقام دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت د امنیت شورا یوه نوي پرېکړه لیک ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 61410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61410/روسیه-د-ناټو-اړوندې-کارګو-وتلو-حجم-په-اصطلاح-شمال-دهلېز-له-لارې-زیاتوي

آوا
  https://www.avapress.com