کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پوهنې وزارت سره ۶۸،۵ میلیون ډالرو مرسته وشوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1392 ساعت 15:38


نن د پوهنې د وزیر ډاکتر فاروق وردګ او په افغانستان کې د یونیسف موسسې د مشر پیتر کرولی ترمنځ د ۶۸،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د مرستې یو تړون لاسلیک شو.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د یاد سند د لاسلیک پرمهال وویل، چې پوهنې وزارت ورځ تر بلې هڅه کوي، چې د هېواد معصومو زده کوونکو ته لازم ښوونیز او روزنیز خدمتونه وړاندې کړي، چې د پوهنې د نظام د غنامندي او قوت سبب ګرځي.
د پوهنې وزیر زیاته کړه، ددې پروګرام له مخې به ۲۲۷۰ کلیوال ښوونځي جوړ شي، چې
۵۵۵ زره زده کوونکو ته به د لیک لوست زمینه برابره کړي.
همدارنګه د ۶۰۷ بابه تسریعي مرکزونو په جوړولو سره به ۱۲۵ زره کسانو ته د تسریعي یا چټکو زده کړو زمینه برابره شي.
د پوهنې وزیر وویل، چې د هېواد په درې ولایتونو ډایکنډي، غور او بامیان کې به ۷۰ بابه ښوونځي، چې ۶۳۲ درسي او اداري خونې به ولري په راتلونکو دوو کلونو کې د یاد پروګرام له لارې جوړ شي.
همدارنګه به په بلخ، سرپل، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې د ۱۱ بابه ښوونځيو
ودانۍ بیا ورغول شي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې ددې پروګرام له مخې به د معارف د کیفیت او بهبود لپاره هم هڅې وشي، چې له مخې به یې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۵۰۰ ښوونځيو لپاره له پوهنې څخه د ملاتړ شوراګانې جوړې شي.
همدرانګه به د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۳۰۰ د سواد زده کړې مرکزونه تاسیس او
۹۰ بابه د سواد زده کړې مرکزونه به تقویه شي.
دیادو مرستو له مخې به د ۸ درېیمو ژبو لپاره د نصاب کتابونه چاپ او اړوندو
ښوونځيو ته به ووېشل شي.

په یاد پروګرام کې د یونیسف موسسې مشر پیتر کرولي هم خبرې وکړي او زیاته یې
کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې د نجونو لاس رسی ښوونځيو ته یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي او په دې برخه کې جدي هڅو ته اړتیا لیدل کېږي.
پیتر زیاته کړه، چې پوهنې وزارت لاهم ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو وکولای شي هغه ماشومان چې لا تر اوسه ښوونځيو ته نه ځي، له بېلابېلو لارو زده کړې ته لاس رسی پیدا کړي. 
د یونیسف موسسه له ۱۹۶۰ کال راهیسې په افغانستان کې د معارف، صحت او ځينو نورو
برخو کې مرستې کوي او له ۲۰۱۰ کال را په دېخوا د پوهنې وزارت له لویو مرستو کوونکو موسسو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د یونسف موسسې مالي ملاتړ بلجیم، کانادا، جاپان، لتوانیا، هالند، ناروې، سويډن او متحده عربي امارت کوي.


د مطلب کود: 61540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/61540/له-پوهنې-وزارت-سره-۶۸-۵-میلیون-ډالرو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com