دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 61596
افغانستان د اسيا شل اووريزو سياليو نيمه پاى لوبې ته ووت
افغانستان د اسيا شل اووريزو سياليو نيمه پاى لوبې ته ووت
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نيپال کې د په اسيايي شل اووريزو سياليو کې کويټ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته لار پيدا کړه.
د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې دي.
کويټ سره د ترسره شوې سيالۍ پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د کويټ لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه. د کويټ ټوله لوبډله په شلم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٤ منډو هدف کېښود. د افغانستان له لوري سميع الله شينواري او نسيم بړېڅ د کويت درې-درې، افتاب عالم او محمدنبي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د ملي لوبډلې له لوري کريم صادق ٤٦، فضل الرحمن ٢٤، نجيب ځدراڼ ٢٦، شفيق الله شفق ١٥، ګلبدين نايب ١٧ او سميع الله شينواري ٨ منډې جوړې کړې.
سميع الله شينوارى ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
له دې بريا سره افغانستان د دغو سياليو نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه، چې په دې پړاو کې به له هانګ کانګ يا نيپال سره لوبه وکړي.
افغانستان، امارات، هانګ کانګ او نيپال ددې سياليو نيمه پاى لوبه او د شل اووريز نړيوال جام غوراوي سياليو ته چې په اماراتو کې ترسره کېږي، لاره پيدا کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس ښاغلى شهزاده مسعود او اجراييوي رييس ډاکټر نور محمد مراد په دې بريا د ملي لوبډلې لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
دوى زياته کړې چې افغانستان تر اوسه په دې سياليو کې ښه لوبه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې د هېواد په دعاګانو ملي لوبډله ددې سياليو اتلولي خپله کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepn8p.jh8zoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته