دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 61697
امریکا له افغانستانه خپل نیمايي نقلیه وسایط ایستلي
تاند- امریکايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه به د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي وسایلو او نقلیه وسایطو پر ایستلو له پنځو تر شپږ ملیارد ډالره ولګېږي.
د متحدو ایالتونو د پوځ له ارقامو سره سم تېر کال له افغانستانه شاوخوا ۲۵ زره وسایط ایستل شوي او همدومره نور لا هم په افغانستان کې پاتې دي.
همدارزا لا هم په افغانستان کې یو لک کانتینرونه شته چې له هغو څخه به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وسلو رانیولې تر سپورتي وسایلو پوري د مختلفو سامانونو په وړلو کې کار واخیستل شي.
د لوژیستیکي چارو یوه امریکايي قومندان برید جنرال سټیفن شاپیرو امریکايي رسنیو ته په یوه برېښنالیک کې ویلي چې «له افغانستانه د پوځي وسایلو انتقال د مهارت او پېچلتیا له نظره په تاریخ کې تر ټولو سخت ترانسپورتي عملیات دي.»
ده همداراز لیکلي:« تېر کال زموږ د نقلیه وسایلو او وسایطو شمېر نژدې نیمايي ته رالږ شو.»
شاپیرو ویلي چې لا هم په دې اړه غور کېږي چې کومې وسلې او وسایل باید د افغانستان امنیتي ځواکونو ته پرېښودل شي څو د طالبانو پرضد پرې جګړې ته دوام ورکړي.
د ده په وینا په افغانستان کې دېره امریکايي قومندانان د خپلو افغان متحدانو ظرفیتونو او شمېر ته په کتو پرېکړه کولی شي چې کومې وسلې او وسایل افغان ځواکونو ته پکار دي او هغوی یې ساتلی شي.
اکثره وسایل به یا د پاکستان له لارو او یا هم د هوا له لارې له افغانستانه وایستل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu393.ak9qy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته