دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 61767
۱۰ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او نیول شوي دي
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۰ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او نیول شوي دي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، ننګرهار، لغمان، غزنی، پکتیا، هلمند او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، یو تن ترهګر طالب ووژل شو او ۹ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۲ کړي بیلابیل ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، لغمان، خوست، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceff8p.jh8zpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته