دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 61772
امنیتي چارواکي وايي طالبان به د خپلو حملو ۸۵٪ تمرکز په کابل کې وکړي
تاند- د افغانستان امنیتي او استخباراتي ادارې وايي چې د دولت وسله وال مخالفان به سږ کال د خپلو حملو په سلو کې ۸۵ پام پلازمېنې کابل ته واړوي.
د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکي پرون/سې شنبه/ په کابل کې راغونډ شول چې د سخت دریځو د خطر د امکان په اړه خبرې وکړي.
د ۱۱۱ مرکزي زون قومندان جنرال قدیم شاه شحیم خبریالانو ته وویل، د دولت وسله والې مخالفې ډلې غواړي چې سږ کال په کابل کې پر ملکي او پوځي هدفونو بریدونه وکړي.
ده همداراز وویل:«سخت دریځو سږ کال په کابل کې بېلابېل هدفونه په نښه کړي او دوی به په ښار کې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې په نښه کړي.»
د جنرال شحیم په وینا تېر کال د دولت وسله والو مخالفانو په کابل ښار کې دوه هدفونه تعقیبول، یو د ښاریانو بېرول او بل پوځي حملې. خو سږ کال به سخت دریځي هم پر پوځي او هم ملکي تاسیساتو بریدونه وکړي.
په همدې منځ کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست (امار) وايي چې وسله والو طالبانو په خپل جوړښت کې بدلون راوستی دی.
د امار یوه چارواکي جنرال میرزا محمد رحیمي خبریالانو ته وویل چې دا بدلون د طالبانو د مشر ملا عمر د تېر کال له فرمانه وروسته راغلی دی.
جنرال رحیمي وویل چې د بدلون په اړه د طالبانو د مالي کمیسون د مشر مولوي عبدالقادر په مشرۍ د پېښور په غونډه کې پرېکړه وشوه.
ده همداراز خبرداری ورکړ، ویې ویل چې وسله وال طالبان سږ کال غواړي چې په کابل ښار کې د سفارتونو، دیپلوماتیکو موسسو، د پولیسو د پوستو او د کابل د پولیسو د مرکزي قومندانۍ په شمول پر پوځي او ملکي هدفونو بریدونه وکړي.
د کابل امنیه قومندان جنرال محمد ایوب سالنګي هم وویل چې سخت دریځي به له شاوخوا ولایتونو څخه په کابل ښار کې د حملو د تنظیمولو هڅه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau0ni.49n601xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته