دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 61800
د عامې روغتیا وزارت له کابل ښاره د پلاستیکي کڅوړو د را ټولولو په هدف کمپاین پیل کړ
د عامې روغتیا وزارت له کابل ښاره د پلاستیکي کڅوړو د را ټولولو په هدف نن درې ورځنی کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل نن یوې خبرې غونډې ته وویل، چې له دې کمپاینه ېې هدف د پلاستیکي کڅوړو نه کارول او پر ځای یې د ټوکریزو کڅوړو دودول دي.
دې وویل، چې دا کمپاین لومړی له کابل ښارڅخه پیل او په تدریجي ډول به نورو ولایاتونو ته هم وغځیږي.
د روغتیا وزارت چارواکي وایي، د پلاستیکي کڅوړو کارول د ځینو ناروغیو لامل او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا سبب شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx4qe.2bqsx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته