دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 61939
نیوزیلنډ له بامیان ولایت څخه د خپلو ځواکونو ایستل اعلان کړ
د نیوزیلنډ دفاع وزیر وایي، افغان ځواکونه چمتو دي چې د هر ګواښ مخه ونیسي.
"جاناتان کولمن" دا خبره پرون په بامیان کې وکړه او له دې ولایته یې رسماً د نیوزیلنډي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.
د نیوزیلنډ یونیم سل پوځیان له نژدې لسو کلونو راهیسې په بامیان کې ول. په دې مودې کې د نیوزیلنډ اته سرتیرې په دغه ولایت کې وژل شوې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf11dv.w6dymaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته