دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 62072
جرمني د بغلان په پلخمري کې د بریښنا دوه بندونه ورغوي
جرمني غواړي د بغلان په مرکز پلخمري کې د بریښنا دوه بندونه ورغوي.
د پلخمري بریښنا د بندونو امر انجینیر محمد بشیر آزادي راډيو ته وویل چې، د پلخمري په لومړي او دویم بندونو کې د بیارغونې مقدماتي کارونه بشپړ شوي او ډير ژر به یې عملي چارې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال دا بندونه د نهه میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري چې د جوړولو په صورت کې به یې ظرفیت دوه برابره شي.
د پلخمري د بریښنا بندونه اویا کاله مخکي د جرمني لخوا جوړ شوي چې اوس به یې دا هیواد په بیا رغونه کابو ۴۶ میلیونه یورو نور ولګوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcew78p.jh8wfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته