کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوري ریاست: د ملکیانو د وژنې پيښې به پر سولې او امنیت منفي اغیزې وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1392 ساعت 8:48


جمهوري ریاست وایې، په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې پيښې به پر سولې او امنیت منفي اغیزې وکړي.
تر دې مخکي د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي وه چې، په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې دوام به د سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کړي.
دا پداسي حال کې ده چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ناټو په هوايي حمله کې شپږویشت کسان ووژل شول چې یوولس پکې ماشومان او شپږ نور یې مېرمنې دي.
افغان ولسمشر له دې وروسته یوه دولتي پلاوي ته دنده وسپارله چې سیمې ته ولاړ شي او پیښه له نژدې وڅیړي.


د مطلب کود: 62127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/62127/جمهوري-ریاست-د-ملکیانو-وژنې-پيښې-پر-سولې-او-امنیت-منفي-اغیزې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com