دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 62264
په لسو کلونو کې به د کونړ د بریښنا بند جوړ شي
د اوبو او برېښنا وزارت وایې، نړېوال بانک ژمنه کړې، چې په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولیدولو، یو بند جوړ کړي.
د دې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د برېښنا وزارت د ماستر پلان د تشریح کولو پر مهال وویل، د کونړ د برېښنا بند د سلګونو میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او په لسو کلونو کې به جوړ شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایی، که د کونړ ولایت د برېښنا د تولیدولو بند جوړ شي، هرکال به « اوه سوه اتیا میګا واټه » برېښنا تولید او په دې برخه کې د هېواد په سطح ډیرې ستونزې کمې کړي.

که څه هم په کونړ ولایت کې د برېښنا د بند د جوړولو خبرې له څو کلونو راهیسي اوریدل کېږي او په هکله یې اقدام هم نه دی شوی، خو د اوبو او برېښنا وزیر محمداسماعیل د چهارشنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، د نړېوال بانک چارواکو په تازه شپو ورځو کې له دوی سره ژمنه کړی چې، د دې بند جوړولو ته به اقدامات پیل کړي:

«نړېوال بانک ژمنه وکړه، چې د کونړ د برېښنا د بند جوړولو کار به انشاء اله پیل کړي.

دا بند به د شال او شیګۍ په سیمه کې جوړ شي.

یوازې د شال په سیمه کې کولای شي اوه سوه اوه اتیا میګا واټه برېښنا تولید کړي، ډیزاین به یې په درې کلونو کې په لس میلیونو ډالرو بشپړ، په مجموع کې به پرې یو میلیارد ډالره ولګیږي او په لسو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته تیار شي.»

د اوبو او برېښنا وزیر په همدې ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو یوې غونډی ته، د وزارت نوی ماستر پلان هم تشریح کړ.
ده وویل، دا ماستر پلان د جرمني د« فشنر» کمپنۍ او افغان متخصصینو له خوا په ګډه سره په دوو کلونو کې د یونیم میلیون ډالرو په لګښت جوړ شوی چې د هېواد د اوبو، سکرو، او داسې نورو طبیعي منابعو د پیژندنې او کارونې ګټورې لارې په کې په ګوته شوي دي:
«له ماستر پلانه زموږ هدف له طبیعي منابعو څخه ګټه اخیستل دي.
داپلان د شلو کلونو لپاره جوړ شوی.
د اوبو، سکرو، ګازو او داسې نورو منابعو د پیژندلو او له دوي څخه د ګټې اخیستنې ټولې لارې په کې ښودل شوي او د پلي کېدو وړ دي.»
دا هېواد اوس مهال له درې شمالي ګاونډیو « ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان او یوه غربي ګاونډي ایران» څخه برېښنا اخلي.
خلک وایې، له تیرو شاوخوا لسو کلونو راهیسي له دې هېواد سره د میلیاردونو دالرو مرستې وشوې، خو حکومت ونه توانید چې په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید یو بنیادي بند جوړ کړي.
خلک دا هم وایی، سربیره په لیرې پرتو سیمو په کابل ښار کې هم داسې ناحېې شته کافي برېښنا نه لري.
افغان چارواکې وایې، د برېښنا د تولید چارې ډیر وخت، ډیرو پیسو او ډیرو امکاناتو ته ضرورت لري او حکومت هڅې کوي، چې د وخت په تیریدو سره د ملي بودجې او بهرنیو مرستو د جلبولو له لارې دا امکانات برابر کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkin-.23ni-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته