دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 62295
پوهنې وزارت په دې اونۍ کې د نژدې ۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پروژې
د هېواد شمال د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ګوهر شاد بېګم د نجونو لېسې نوې ودانۍ پرانېستل شوه.
د یادې لېسې ودانۍ د ترکیې هېواد په مالي لګښت د یو میلیون او څلور سوه زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوې درې پوړیزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په درې جریبه ځمکې کې جوړه شوې، چې
۴۲ درسي او ۴ اداري خونې، په عصري وسایلو سمبال لابراتوار، لوبغالی او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
د ودانۍ په جوړېدو سره د ګوهرشاد بېګم د لېسې څه باندې ۴ زره ښځینه زده کوونکو ته د زده کړې لازم چاپېریال برابر شو.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د ابن یمین شبرغاني د لېسې لوبغالی د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ولایتي بیارغونې ټیم په مالي مرسته جوړ او پرانېستل شو.
بل خوا بیا د جوزجان ګاونډ د بلخ ولایت اړوند د پروفیسور محمد صدیق افغان ښوونځي لپاره د دوه بابه ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د همدې ولایت د شولګرې ولسوالۍ د احمد خزرویه لېسې نوې ودانۍګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د صدیق افغان ښوونځي دواړه ودانۍ به د ۴۶۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د بیارغوني ولایتي ټيم په مالي مرسته د ۸ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي.

یادې دواړه ودانۍ ۲۲ درسي، ۱۰ اداري خونې، ادېتوریم او نورې لازمې تدریسي اسانتیاوې لري. خو د احمد خزرویه لېسې لپاره نوې ودانۍ بیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د ۲۴۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
د یادې لېسې نوې ودانۍ ۱۶ درسي، ۴ اداري خونې، لس تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
ددې ودانیو له پرانېستې او جوړېدو سره به د بلخ ولایت نژدې ۷ زره زده کوونکو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر شي.

بل خوا بیا د بادغیس ولایت د قلعه نو د نجونو عالي لېسې لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د پوهنې وزارت او ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو لخوا پرانېستل شوه.
د یادې لیسې نوې ودانۍ په درې پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د ۴ سوه زره
یورو په ټولیز لګښت د هسپانیې هېواد د ولایتي بیارغونې ټيم په مالي مرسته د ۱۵
میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

ددې لېسې نوې ودانۍ ۲۴ درسي خونې، د زده کوونکو لپاره ۴۸۰ پایې مېز او چوکۍ او نورې لازمې اسانتیاوې لري.
د یادې ودانۍ په جوړېدو سره ددې لېسې ۳ زره زده کوونکو ته چې د ۸۰ تنه ښوونکو لخوا پر لیک لوست بوخت دي، د زده کړې مصون ښوونیز چاپېریال برابر شو.
ها خوا بیا د هېواد ختیځ د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د عبدالرحیمزي د نجونو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي.
په دې ودانۍ شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د سویډن موسسې لخوا ورکول کېږي.
دغه ودانۍ به په راتلونکو ۸ میاشتو کې جوړه شي، چې ۴ اداري، ۸ درسي خونې او نور لازم تدریسي امکانات به ولري.
په نوموړي ښوونځي کې دامهال نژدې ۱۲ سوه زده کوونکي زده کړې کوي، چې د نوې
ودانۍ په جوړوېدو سره به ورته د زده کړې لازم چاپېریال برابر شي.
پوهنې وزارت ورځ تر بلې هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې د زده کوونکو لپاره لازم ښوونیز چاپېریال برابر کړي، ترڅو ګران زده کوونکي وکولای شي په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs5b0.rhb59p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته