دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 62324
د عربي اماراتو په مرسته په کابل کې د ماشومانو لپاره يو روغتون به ژر پرانیستل شي
د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته په کابل کې د ماشومانو لپاره يو جوړ شوی روغتون به ژر پرانیستل شي.
د زايد په نوم د مور او ماشوم روغتون کابو څلور کاله پخوا د متحده عربي اماراتو په شل مليون درهمو جوړ شوي و، خو له دې کبله تراوسه پرانستل شوي نه دي چې مامورينو او ډاکترانو ته يې معاش نه درلود.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت کونسلر وويل، د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره له تېرو درو مياشتو راهيسي خبرې روانې دي څو د دغه روغتون د فعالولو لپاره مالي مرسته ترلاسه شي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اټکل کوي چې دا روغتون د يوه کال فعاليت لپاره څه باندې نهو مليون درهمو ته اړتيا لري خو دوي د لسو کلونو لپاره د مرستې غوښتونکي دي. 
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8p.jh8wwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته