دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 62357
د بې پېلوټه الوتکو د حملو په اړه د امریکا او پاکستان پټه موافقه
تاند- په واشنګټن او اسلام اباد کې په کار بوختو خبریالانو، روانه اوونۍ د امریکا د سي آی اې او د پاکستان د استخبارتو ترمنځ د سخت دریځو پر ضد له بې پېلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو په اړه یو راپور چمتو کړی دی.
په دې راپور کې د امریکا له پټو استخباراتي اسنادو او همداراز په واشنګټن او اسلام اباد کې د چارواکو له نقل قولونو څخه استفاده شوې ده.
په دې راپور کې ویل شوي چې سي آی اې او آی ایس آی له کابو یوې لسیزې راهیسي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د سخت دریځو او د هغوی د مشرانو پرضد د بې پېلوټه الوتکو د حملو په برخه کې همکاري کوي.
له ۲۰۰۴ م کال را په دې خوا په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو په سلګونو حملې شوي دي.
د راپورونو له مخې په دغو حملو کې د افغان او پاکستاني طالبانو، همداراز د القاعده د پلویانو لکه عربانو، چیچنیایانو، ازبکانو او نورو بهرنیانو په شمول په زرګونو کسان وژل شوي.
خو ویل کېږي چې په سلګونو ملکیان هم په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي دي.
په واشنګټن کې د استخباراتي او امنیتي چارو یوه خبریال جنتن لندي، چې د مککلاچي د ورځپاڼو لپاره کار کوي، په یوه راپور کې وویل: د امریکا او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ پټې همکاري په داسي حال کې دوام درلود چې د پاکستان ملکي مشرانو د بې پېلوټه الوتکو پر حملو په ښکاره انتقادونه کول او ویل یې دا حملې د پاکستان د ملي حاکمیت سرغړونه کوي.
د اپریل په شپږمه د نیویارک ټایمز خبریال مارک مزیتي، چې د پولیتزر جایزه یې هم ګټلې ده، راپور ورکړ چې سي آی اې او آی ایس آی په ۲۰۰۴ میلادي کال په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د یوه متحد نېک محمد د وژلو په اړه موافقه کړې وه.
د مزیتي د سرچینو پراساس د دې برید په بدل کې ای ایس آی موافقه کړې وه چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې پرېږدي چې د القاعده د سحت دریځو پرضد د پاکستان له هوايي قلمرو څخه کار واخلي.
مزیتي همداراز ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونو موافقه کړې وه چې دا به نه وايي چې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله یې حمله کړې ده.
د راپور له مخې استخباراتي مالومات ښيي چې آی ایس آی د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ په موده کې له امریکا سره د هغو هدفو پرضد د بې پېلوټه الوتکو له حملو سره موافقه کړې وه چې دې استخباراتي ادارې به غوره کول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0eni.49num1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته